اسلام آباد : شهباز شریف له یوه لوی سوداګریز پلاوي سره روسیې ته سفر کوي
(بریانیوزشنبه (۹/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف په پام کې لري چې د اقتصادي همکاریو د پراختیا او د روسیې د پانګونو د راجلبولو په موخه له یوه لوی سوداګریز پلاوي سره مسکو ته سفر وکړي
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د دې سفر او له روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د لیدنې غوښتنه د پاکستان له لوري شوې ده. اسلاماباد غواړي له مسکو سره خپلې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخې کړي او په بېلابېلو برخو کې د همکاریو لپاره نوې لارې پرانیزي
پاکستاني چارواکو له سفر وړاندې په اسلاماباد کې د چمتووالي یوه غونډه هم کړې او د هغو موضوعاتو او غوښتنو لېست یې ترتیب کړی چې له روسي چارواکو سره به پرې خبرې وشي
تمه ده په دې سفر کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې، انرژۍ او نورو اقتصادي برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې وشي. پاکستان په داسې حال کې له روسیې سره د اړیکو د پیاوړتیا هڅه کوي چې اسلاماباد د خپلې اقتصادي ودې او انرژۍ د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د نویو شریکانو په لټه کې دی
تر اوسه د سفر د کره نېټې او له پوتین سره د شهباز شریف د لیدنې د مهالوېش په اړه جزئیات نه دي ورکړل شوي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
2002
-
اخبار افغانستان
1075
-
مقاله
826
-
سیاست
404
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl