news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

اروپايي ټولنه: له ۱۹۹۴ کال راهیسې مو له افغانستان سره دوه میلیارده یورو بشري مرستې کړې دي

اروپايي ټولنه: له ۱۹۹۴ کال راهیسې مو له افغانستان سره دوه میلیارده یورو بشري مرستې کړې دي

اروپايي ټولنه: له ۱۹۹۴ کال راهیسې مو له افغانستان سره دوه میلیارده یورو بشري مرستې کړې دي

(بریانیوزجمعه (۸/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش

اروپايي ټولنې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د درېیمې کمېټې په غونډه کې له افغانانو، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) او د بشري حقونو د سرغړونو په تړاو د حساب ورکونې له هڅو څخه د خپل ملاتړ پر دوام ټینګار کړی دی

اروپايي ټولنې ویلي، له ۱۹۹۴ میلادي کال راهیسې یې افغانستان ته شاوخوا دوه میلیارده یورو بشري مرستې برابرې کړې دي. د دغو مرستو له ډلې ۳۲۰ میلیونه یورو یوازې په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې ځانګړې شوې دي

دغه ټولنې د غونډې په پای کې د نړیوالو لارو چارو پر جوړولو ټینګار کړی، څو د افغانانو، په ځانګړې توګه د ښځو او ځوانانو، حقونه خوندي شي او هغوی وکولای شي د خپل هېواد د راتلونکي او برخلیک په ټاکلو کې ونډه ولري

اروپايي ټولنې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د حساب ورکونې پر اړتیا هم ټینګار کړی او ویلي یې دي چې په دې برخه کې باید نړیوالې هڅې دوام ومومي

بل لور ته، د افغانستان اسلامي امارت تر دې وړاندې ویلي چې په هېواد کې د بشري حقونو تامین د اسلامي شریعت په چوکاټ کې تر بل هر وخت ښه شوی دی. د اسلامي امارت چارواکي د خپلو دریځونو په دفاع کې د شریعت پر احکامو ټینګار کوي، خو د ښځو او نجونو د زده‌کړو، کار او ټولنیز مشارکت په اړه یې محدودیتونه د نړیوالو بنسټونو او د بشري حقونو د سازمانونو له نیوکو سره مخ دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto