news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د فساد او خپلوي‌پالنې جنجال؛ ذبیح‌الله مجاهد په کابل کې شنه ساحه په استوګنیز کمپلکس بدلوي

د فساد او خپلوي‌پالنې جنجال؛ ذبیح‌الله مجاهد په کابل کې شنه ساحه په استوګنیز کمپلکس بدلوي

بریانیوز، د ترلاسه شویو اسنادو او سرچینو د معلوماتو له مخې، د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد له خپلو وروڼو سره په ګډه د کابل ښار د شپاړسمې ناحیې اړوند د قلعه زمان‌خان په شنه ساحه کې د یوه استوګنیز کمپلکس د جوړولو چارې پیل کړې دي؛ هغه اقدام چې د دولتي ځمکو د کارونې، د واک له مقامه د ناوړه ګټې اخیستنې او خپلوي‌پالنې په اړه پوښتنې راپورته کوي.

بریانیوز- پنجشنبه، ٧ عقرب ١٤٠٥

هغه اسناد چې بریانیوز ته رسېدلي، ښيي چې د دغه استوګنیز کمپلکس د جوړولو طرحه د ۱۴۰۳ کال د سلواغې په ۲۹مه د طالبانو د ښاروالۍ له لوري منظوري ترلاسه کړې ده. د لاسلیک شوې هوکړې له مخې، د کمپلکس د جوړولو چارې باید د منظورۍ له صادرېدو وروسته د پنځو کاري کلونو په موده کې بشپړې شي.

د هوکړې په اسنادو کې د مجاهد د وروڼو نومونه او د هغه اصلي نوم هم ثبت شوي دي. د اسنادو له مخې، دغه استوګنیز کمپلکس د «صدیقي» په نوم جوړېږي؛ هغه کورنی تخلص چې د مجاهد او وروڼو یې له نومونو سره تړاو لري.

د طالبانو په ښاروالۍ کې سرچینې وايي، چې د دغه کمپلکس د جوړولو چارې په شنه ساحه کې ترسره کېږي، خو د دواړو لورو په لاسلیک شوې هوکړه کې د شنې ساحې موضوع نه ده یاده شوې. د سرچینو په وینا، په اسنادو کې د دې موضوع نه یادول د دې سبب شوی چې د پروژې د ځمکې د ماهیت او د هغې د کارونې په اړه مهمې پوښتنې بې‌ځوابه پاتې شي.

سرچینې ادعا کوي، چې دغه ښارګوټی په اصل کې د ذبیح‌الله مجاهد ملکیت دی او نوموړي د خپلو وروڼو نومونه هم په اسنادو کې شامل کړي، څو د احتمالي پوښتنو او نیوکو مخه ونیسي. د دوی په وینا، د ښارګوټي چارې د مجاهد په لارښوونه پر مخ وړل کېږي او هغه د طالبانو له ښاروالۍ څخه د جوړولو اجازه ترلاسه کړې ده.

سرچینې دغه راز وايي، چې مجاهد له هبت‌الله سره له نږدې اړیکو او د طالبانو د ویاند په توګه له خپل مقام څخه په ګټې اخیستنې د خپلو صلاحیتونو ناوړه استفاده کړې ده. د سرچینو په وینا، د هغه وروڼه هم په کابل کې د استوګنیزو کمپلکسونو پر جوړولو بوخت دي.

دا موضوع په داسې حال کې راپورته کېږي، چې د طالبانو چارواکي د اداري فساد او خپلوي‌پالنې د مخنیوي ادعاوې کوي. خو د نړیوالو بنسټونو راپورونه د تړونونو د ورکړې په بهیر کې د روڼتیا نشتوالی، د چارواکو د خپلوانو ګومارنه، له صلاحیتونو ناوړه ګټه اخیستنه او د بانفوذه کسانو د حساب‌ورکونې په برخه کې ستونزې د افغانستان له مهمو ننګونو بولي.

د قلعه زمان‌خان په شنه ساحه کې د دغه کمپلکس د جوړولو په تړاو راپورته شوې موضوع یو ځل بیا د ښاري ځمکو د مدیریت، د عامه شنو ساحو د ساتنې او د واکمنو چارواکو د حساب‌ورکونې مسئله مطرح کوي. 

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto