news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د امر بالمعروف وزارت: په ودونو او د خوښیو مراسمو کې د پټاکیو کارول منع کړل

د امر بالمعروف وزارت: په ودونو او د خوښیو مراسمو کې د پټاکیو کارول منع کړل

د امر بالمعروف وزارت: په ودونو او د خوښیو مراسمو کې د پټاکیو کارول منع کړل

(بریانیوزچهار شنبه (۶/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش

د افغانستان د امر بالمعروف، نهی عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په ودونو، د خوښیو په مراسمو او ورته غونډو کې د پټاکیو او هغو توکو کارول منع کړي چې د خلکو د وېرې، ځورونې او رواني ناآرامۍ لامل کېږي

دغه وزارت له هېوادوالو، هټۍ‌والو، واردوونکو، تولیدوونکو او پلورونکو غوښتي چې د یادو توکو له تولید، واردولو، پلورلو، وېشلو او کارولو ډډه وکړي

د وزارت د څرګندونو له مخې، د دې پرېکړې موخه د هغو توکو د کارونې مخنیوی دی چې د خلکو د وېرې او رواني نارامۍ لامل کېږي، په ځانګړي ډول په ودونو او نورو د خوښۍ په مراسمو کې

یاد وزارت خبرداری ورکړی چې د دغه بندیز سرغړوونکي به د نافذه شرعي قوانینو او مقرراتو له مخې تر قانوني چلند لاندې ونیول شي

تر اوسه د دې بندیز د عملي کېدو د څرنګوالي او د سرغړونې په صورت کې د مشخصو مجازاتو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto