شمالي کوریا : سویلي کوریا ته د پوځي ځواک ښودلو لپاره ۱۲ بالستیک توغندي ازمویلي
(بریانیوزجمعه (۸/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش
شمالي کوریا یو ځل بیا د خپل پوځي ځواک د ښودلو په موخه ۱۲ نوي بالستیک توغندي ازمویلي دي. ویل کېږي، دغه توغندي درانه او د لنډ واټن ویشتونکي دي او ازموینه یې د سویلي کوریا پر وړاندې د پوځي فشار د زیاتولو په توګه ارزول کېږي
دا ازموینې په داسې حال کې ترسره کېږي چې د شمالي او سویلي کوریا ترمنځ سیاسي او پوځي ترینګلتیاوې زیاتې شوې دي او دواړه هېوادونه په وروستیو کې یو بل ته توندې څرګندونې کوي
د راپورونو له مخې، د شمالي کوریا د مشر کیم جونګ اون خور هم څو ورځې وړاندې د دواړو هېوادونو پولې ته تللې وه؛ هغه اقدام چې د دواړو ګاونډیو ترمنځ د روانو ترینګلتیاوو په لړ کې ترسره شوی دی
د شمالي کوریا د توغندیو ازموینې د کوریا ټاپووزمې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې زیاتوي، ځکه د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي سیالۍ او متقابلو ګواښونو دوام د سیمې د کړکېچ د لا پراخېدو احتمال رامنځته کوي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1995
-
اخبار افغانستان
1072
-
مقاله
824
-
سیاست
404
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl