هرات : د ښځو د قالین اوبدلو تر ټولو لوی مرکز د امربالمعروف له لوري تړل شوی
(بریانیوزشنبه (۹/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ مسوول عرفات جمال وایي، په هرات ولایت کې د ښځو د قالین اوبدلو تر ټولو لوی مرکز چې د واکمنې ډلې د یوه والي په ګډون یې پرانیسته شوې وه، وروسته د امربالمعروف ادارې له لوري تړل شوی دی
عرفات جمال ویلي، په دغه مرکز کې ۳۴۸ ښځو کار کاوه او د نوموړي په وینا، هلته هېڅ نارینه کارکوونکی هم نه و. نوموړي زیاته کړې چې مرکز د ښځو لپاره د کار او عاید ترلاسه کولو مهم فرصت برابر کړی و، خو د امربالمعروف مسوولانو له ورتګ وروسته یې فعالیت درول شوی دی
د هغه په وینا، د دې مرکز د پرانیستلو لپاره د واکمنې ډلې له یوه مسوول سره هوکړه شوې وه او د هماغه والي په ګډون یې پرانیسته هم ترسره شوې وه، خو وروسته بلې ادارې د مرکز د فعالیت مخالفت وکړ او هغه یې بېرته وتاړه
عرفات جمال د واکمنې ډلې د ادارو ترمنځ د همغږۍ نشتوالي ته په اشارې ویلي، یو مسوول ورسره د یوه کار د ترسره کولو هوکړه کوي، خو بل مسوول راځي او هماغه پرېکړه ردوي
د دې مرکز تړل کېدل په داسې حال کې دي چې په افغانستان کې د ښځو پر کار او اقتصادي فعالیتونو محدودیتونو د نړیوالو بنسټونو اندېښنې زیاتې کړې دي. د ښځو لپاره د کار فرصتونو کمېدل د هغو کورنیو پر اقتصادي وضعیت هم اغېز کوي چې د ژوند لګښتونه یې د ښځینه غړو پر عاید پورې تړلي دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
2002
-
اخبار افغانستان
1075
-
مقاله
826
-
سیاست
404
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl