محمود خان اڅکزی: پاکستان دې له افغانستان سره د دوستۍ لپاره رښتینې هڅې وکړي
(بریانیوز دوشنبه (۱۱/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش
د پاکستان د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي د افغانستان په اړه د پاکستان پر روانو سیاستونو نیوکه کړې او له خپل حکومت څخه یې غوښتي چې له کابل سره د اړیکو په برخه کې خپله تګلاره بدله کړي او د دوستۍ او متقابل درناوي پر بنسټ اړیکو جوړولو ته لومړیتوب ورکړي
اڅکزي ویلي، پاکستان باید د افغانستان په اړه د «ستراتېژیک عمق» سیاست پرېږدي او د دې پر ځای له دغه هېواد سره د ښو اړیکو د ټینګښت لپاره رښتینې او عملي هڅې وکړي.
د نوموړي په باور، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوږدمهاله اړیکو د ښه کېدو لپاره اړینه ده چې دواړه هېوادونه د یو بل ملي حاکمیت او خپلواکۍ ته درناوی وکړي او خپلې ستونزې د خبرو اترو او سیاسي تفاهم له لارې حل کړي
د «ستراتېژیک عمق» تګلاره له اوږدې مودې راهیسې د پاکستان د افغانستان پالیسۍ په اړه د بحث موضوع ده. د دې سیاست منتقدان وايي، د ګاونډي هېواد په چارو کې د نفوذ هڅې د دواړو هېوادونو ترمنځ بېباوري او کړکېچ زیاتوي
د اڅکزي دا څرګندونې په داسې وخت کې مطرح کېږي چې د اسلاماباد او کابل اړیکې د امنیتي اندېښنو، سرحدي ستونزو او د افغان کډوالو د وضعیت له امله له کړکېچ سره مخ دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
2008
-
اخبار افغانستان
1076
-
مقاله
827
-
سیاست
405
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl