خالد حنفي: د اسلامي نظام تر چتر لاندې د یووالي فضا پیاوړې شوې
بریانیوز- سه شنبه ۲ سرطان ١٤٠٥
د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر محمد خالد ویلي چې هغه اختلافات او وېشونه چې د ده په وینا د افغانستان د دښمنانو له لوري رامنځته شوي وو، د اسلامي نظام له بیا واکمنېدو وروسته تر ډېره له منځه تللي دي
حنفي دا څرګندونې د خپل وزارت له لوري د جوړ شوي روزنیز او اصلاحي سیمینار د پای غونډې پر مهال کړې دي. نوموړي دیني مبلغینو ته سپارښتنه کړې چې د شریعت د احکامو په بیان او د خلکو د دعوت په بهیر کې له نرمۍ، حکمت او ښه اخلاقو څخه کار واخلي
هغه ویلي چې د ټولنې اصلاح یوازې د نصیحت او لارښوونې له لارې ممکنه ده، او مبلغین باید له بېړې او سختۍ څخه ډډه وکړي، څو د خلکو باور او همکاري ترلاسه کړي
د امر بالمعروف وزیر همداراز ټینګار کړی چې د دعوت او اصلاح چارې صبر، زغم او دوامدارې هڅې غواړي، او هر مبلغ باید د نورو د اصلاح تر څنګ د خپل شخصیت او نفس په روزنه هم پام وکړي
د نوموړي په وینا، د دیني ارزښتونو پیاوړتیا او د ټولنیز یووالي ساتنه د ټولو دیني فعالانو او مبلغینو ګډ مسؤلیت دی
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1695
-
اخبار افغانستان
802
-
مقاله
479
-
سیاست
141
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl