news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د ملګرو ملتونو : په غزه کې ماشومان لا هم د اسرائیلي بریدونو اصلي قربانیان دي

د ملګرو ملتونو : په غزه کې ماشومان لا هم د اسرائیلي بریدونو اصلي قربانیان دي

د ملګرو ملتونو : په غزه کې ماشومان لا هم د اسرائیلي بریدونو اصلي قربانیان دي

بریانیوز- چهار شنبه ۳ سرطان ١٤٠٥

غزه – د ملګرو ملتونو د څېړنیز کمېسیون په تازه راپور کې راغلي چې اسرائیلي ځواکونه لا هم په قصدي ډول فلسطیني ماشومان په نښه کوي؛ هغه کړنې چې د یاد بنسټ په وینا په غزه کې د نسل‌وژنې، جګړه‌ییزو جرمونو او د بشریت ضد جنایتونو له تعریفونو سره سمون لري

راپور څرګندوي چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له میاشتې راهیسې د غزې په جګړه کې نږدې ۳۰ سلنه قربانیان ماشومان دي. د ملګرو ملتونو څېړونکي وايي، د ماشومانو دا لوړه مرګ‌ژوبله د جګړې د بشري ناورین تر ټولو دردونکې او اندېښمنوونکې برخه ګڼل کېږي

په راپور کې همداراز ویل شوي چې د نویو زېږېدلو ماشومانو د پاملرنې پر مرکزونو، روغتونونو او زېږنتونونو بریدونو د فلسطینیانو د راتلونکو نسلونو روغتیا له جدي ګواښ سره مخ کړې ده. د څېړنې موندنې ښيي چې دغو بریدونو د سقط جنین پېښې زیاتې کړې، د مورزادي ناروغیو او نیمګړتیاوو کچه یې لوړه کړې او د میندو او ماشومانو لپاره یې اوږدمهاله روغتیايي ستونزې رامنځته کړې دي

د ملګرو ملتونو کمېسیون خبرداری ورکړی چې د روغتیايي بنسټونو ویجاړېدل او د اساسي طبي خدمتونو محدودېدل نه یوازې د اوسني نسل ژوند له خطر سره مخ کوي، بلکې د فلسطیني ټولنې پر راتلونکو نسلونو هم ژورې او دوامدارې اغېزې پرېږدي

دا راپور په داسې حال کې خپرېږي چې نړیوالې بشري او حقوقي ادارې په پرله‌پسې ډول د غزې د بشري وضعیت په اړه اندېښنې څرګندوي او د ملکي وګړو، په ځانګړي ډول د ماشومانو او ښځو، د خوندیتوب غوښتنه کوي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto