مسکو: افغانستان د نشه یي توکو پر ضد مبارزه کې د پام وړ بریاوې ترلاسه کړې
بریانیوز- چهار شنبه ۳ سرطان ١٤٠٥
مسکو – د روسیې د امنیت شورا منشي سرګئي شویګو ویلي چې د افغانستان اسلامي امارت د نشهیي توکو پر ضد د مبارزې په برخه کې خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شوی او د قاچاق د مخنیوي لپاره یې پراخ او اغېزمن ګامونه پورته کړي دي
د روسیې دولتي خبري اژانس تاس د شویګو له قوله راپور ورکړی چې د افغانستان اوسني چارواکي توانېدلي د صنعتي نشهیي توکو د تولید او بهر ته د لېږد یوه لویه برخه بنده کړي، هغه اقدام چې د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره مهم پرمختګ بلل کېږي
شویګو ټینګار کړی چې له افغانستانه د صنعتي نشهیي توکو تولید او قاچاق د پخوا په پرتله نږدې ۹۰ سلنه کم شوی دی. د هغه په وینا، دا بدلون د اسلامي امارت د عملي اقداماتو او د نشهیي توکو د شبکو پر وړاندې د جدي مبارزې پایله ده
د روسیې د امنیت شورا منشي دغه لاسته راوړنه د افغانستان او سیمې لپاره مهمه وبلله او ویې ویل چې د نشهیي توکو د تولید او قاچاق کمېدل نه یوازې د ګاونډیو هېوادونو امنیتي اندېښنې راکموي، بلکې د نړیوالو جرمونو او ناقانونه شبکو پر فعالیتونو هم مستقیم اغېز کوي
نړیوال بنسټونه او د سیمې هېوادونه له کلونو راهیسې افغانستان د نشهیي توکو د تولید له مهمو سرچینو څخه ګڼي، خو وروستي راپورونه د کوکنارو د کرکېلې او د نشهیي توکو د تولید په کچه کې د پام وړ کموالی ښيي
د شویګو څرګندونې په داسې وخت کې مطرح کېږي چې د افغانستان د نشهیي توکو پر ضد د مبارزې پایلو او اغېزو په اړه سیمهییز او نړیوال بحثونه دوام لري، او ګڼ هېوادونه د دې مبارزې د دوام او پیاوړتیا غوښتنه کوي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?