news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

تهران: د ایران توغندیز پروګرام د هېڅ هوکړې برخه نه ده او نه به وي

تهران: د ایران توغندیز پروګرام د هېڅ هوکړې برخه نه ده او نه به وي

تهران: د ایران توغندیز پروګرام د هېڅ هوکړې برخه نه ده او نه به وي

بریانیوز- چهار شنبه ۳ سرطان ١٤٠٥

تهران – د ایران ولسمشر  په ډاګه کړې چې د هېواد توغندیز پروګرام د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د لومړنیو تفاهماتو برخه نه وه او "هیڅکله" به د راتلونکو احتمالي هوکړو په چوکاټ کې هم شامل نه شي

پزشکیان ویلي چې د ایران دفاعي وړتیاوې او توغندیز ځواک د هېواد له ملي امنیت او حاکمیت سره مستقیم تړاو لري او تهران په دې برخه کې د هر ډول محدودیت یا مذاکرې مخالف دریځ لري

په همدې حال کې ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د  او مسعود پزشکیان ترمنځ په لیدنه کې د ایران او امریکا ترمنځ د احتمالي مذاکراتو موضوع هم یاده شوې ده

د راپورونو له مخې، شهباز شریف ویلي چې د ایران او امریکا د خبرو اترو په بهیر کې د بالستیک توغندیو په اړه هېڅ ډول بحث نه دی شوی. هغه زیاته کړې چې د نړۍ ګڼ هېوادونه بالستیک توغندي لري او له همدې امله دا موضوع د خبرو اترو په اجنډا کې ځای نه لري

د پاکستان لومړي وزیر همداراز ټینګار کړی چې روانې دیپلوماتیکې هڅې تر ډېره پر سیمه‌ییز ثبات، امنیتي اندېښنو او د شخړو د سیاسي حل پر لارو چارو متمرکزې دي، نه د هېوادونو پر دودیزو دفاعي وړتیاوو

د تهران دا دریځ په داسې وخت کې څرګندېږي چې د ایران د اټومي پروګرام، سیمه‌ییزو سیاستونو او دفاعي وړتیاوو په اړه نړیوال بحثونه لا هم دوام لري. د سیاسي چارو شنونکي باور لري چې د ایران توغندیز پروګرام به د راتلونکو سیمه‌ییزو او نړیوالو بحثونو له مهمو موضوعاتو څخه پاتې شي، خو تهران تر اوسه د دې موضوع په اړه د هر ډول امتیاز ورکولو نښې نه دي ښودلې

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto