د خوست ولایت د عليشېرو ولسوالۍ اړوند د ډبګي پوسته، چې د وروستیو سرحدي نښتو پر مهال پرېښودل شوې وه، اوس د پاکستاني ځواکونو تر ولکې لاندې ده.
بریانیوز- پنجشنبه، ٤ سرطان ١٤٠٥
ځايي اوسېدونکو بریانیوز ته ویلي، چې یاده پوسته پخوا د افغان امنیتي ځواکونو او وروسته د طالبانو د جنګیالیو له لوري کارېدله، خو د وروستیو جګړو پر مهال پاکستاني عسکرو ته پرېښودل شوې ده.
د سیمې اوسېدونکي وایي، پاکستاني ځواکونو پر پوستې کنټرول ټینګ کړی او شاوخوا یې ازغن تارونه تاو کړي دي. د هغوی په وینا، پاکستاني عسکر خلکو ته اجازه نه ورکوي چې د پوستې نږدې سیمو ته ورشي او په شاوخوا یو نیم سل متره ساحه کې یې د تګ راتګ محدودیتونه وضع کړي دي.
یو ځايي اوسېدونکي بریانیوز نیوز ته د پوستې د عکس له استولو سره ویلي: «د پوستو د نیولو په نوم ډرامه کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې ګڼې داسې سیمې پرېښودل شوې دي. پاکستاني عسکرو اوس په دغو سیمو کې د سمنټي پوستو د جوړولو چارې پیل کړې دي.»
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1697
-
اخبار افغانستان
807
-
مقاله
486
-
سیاست
148
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl