د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت د افغانستان په اړه د ډلهییز امنیت تړون سازمان (CSTO) وروستۍ اندېښنې بېځایه بللې او ویلي یې دي چې په هېواد کې امنیتي وضعیت تر بشپړ کنټرول لاندې دی.
بریانیوز- پنجشنبه، ٤ سرطان ١٤٠٥
فطرت د پنجشنبې په ورځ (د سرطان ۴مه) وویل، له هغه وخت راهیسې چې طالبان واک ته رسېدلي، د دوی امنیتي ځواکونه د افغانستان پر ټوله جغرافیه بشپړ واک لري او د هېواد امنیت یې خوندي کړی دی.
دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د ډلهییز امنیت تړون سازمان د دایمي شورا مشر ویکټور واسیلیف ویلي وو، په افغانستان کې روان امنیتي وضعیت لا هم د یاد سازمان لپاره تر ټولو جدي اندېښنه ګڼل کېږي.
واسیلیف زیاته کړې چې که څه هم روسیه او د منځنۍ اسیا یو شمېر هېوادونه له طالبانو سره د اړیکو پراخولو هڅې کوي، خو په افغانستان کې امنیتي وضعیت لا هم پېچلی دی او د دوامدار ثبات نښې نه تر سترګو کېږي.
د هغه په وینا، د افغانستان له شمالي پولو سره نږدې د وسلهوالو ډلو او جنګیالیو شتون د ډلهییز امنیت تړون سازمان د غړو هېوادونو، په ځانګړي ډول تاجکستان، لپاره جدي امنیتي ګواښ رامنځته کړی دی. نوموړي ټینګار کړی چې د دغو ګواښونو د مخنیوي لپاره به ګډ امنیتي او پوځي عملیات نور هم پراخ شي.
بلخوا، حمدالله فطرت د دغو اندېښنو په غبرګون کې ویلي چې د افغانستان اسلامي امارت هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.
هغه وویل: «دا د افغانستان اصولي دریځ دی چې چاته اجازه نه ورکوي له افغانستان څخه نورو هېوادونو ته ګواښ متوجه شي، او همدارنګه افغانستان هېڅ وسلهوالې ډلې ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.»
د ډلهییز امنیت تړون سازمان ویلي چې د افغانستان په شمالي پولو کې د وسلهوالو ډلو د نفوذ د مخنیوي لپاره به خپلې ګډې هڅې زیاتې کړي، ځکه چې د دوی په باور دغه ډلې د سیمې د امنیت لپاره مستقیم ګواښ ګڼل کېږي.
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?