news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

پخواني ولسمشر: حامد کرزي د انجینر قطب‌الدین هلال پر مړینه خواشیني څرګنده کړه

پخواني ولسمشر: حامد کرزي د انجینر قطب‌الدین هلال پر مړینه خواشیني څرګنده کړه

پخواني ولسمشر: حامد کرزي د انجینر قطب‌الدین هلال پر مړینه خواشیني څرګنده کړه

بریانیوز-جمعه ۵ سرطان ١٤٠٥

کابل – د افغانستان پخواني ولسمشر  د جهادي شخصیت، پخواني سیاسي مشر او قومي مخور  د مړینې پر خبر ژوره خواشیني څرګنده کړې ده

حامد کرزي په خپلې اېکس پاڼې خپاره کړي پیغام کې ویلي چې د انجینر قطب‌الدین هلال مړینه د هېواد لپاره یوه خواشینوونکې ضایعه ده. نوموړي د مرحوم کورنۍ، دوستانو، خپلوانو او مینه‌والو ته د زړه له کومې تسلیت وړاندې کړی دی

کرزي د مرحوم لپاره د الله تعالی له درباره د مغفرت، لوړو درجو او جنت الفردوس دعا کړې او د هغه کورنۍ ته یې د صبر، زغم او استقامت غوښتنه کړې ده

انجینر قطب‌الدین هلال د افغانستان له پېژندل شویو جهادي او سیاسي څېرو څخه و، چې د خپل سیاسي او ټولنیز فعالیت په اوږدو کې یې د هېواد په بېلابېلو مهمو برخو کې دندې ترسره کړې وې. د هغه مړینې د هېواد د ګڼو سیاسي، جهادي او ټولنیزو شخصیتونو غبرګونونه راپارولي دي

د یادونې وړ ده چې د انجینر قطب‌الدین هلال د جنازې مراسم په کابل کې ترسره کېږي او وروسته به نوموړی د خپل پلرني ټاټوبي په خاورو کې خاورو ته وسپارل شي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto