نوي ډیلي : په ډیلي کې نوې اقتصادي هوکړه؛ افغانستان او هند د سوداګریزو همکاریو د پراختیا تفاهملیک لاسلیک کړ
نوي ډیلي : په ډیلي کې نوې اقتصادي هوکړه؛ افغانستان او هند د سوداګریزو همکاریو د پراختیا تفاهملیک لاسلیک کړ
بریانیوز-جمعه ۵ سرطان ١٤٠٥
نوي ډیلي – د افغانستان او هند ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په لړ کې یوه مهمه هوکړه شوې ده. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس د هند د سفر پر مهال د هند د سوداګرۍ او صنایعو له خونې سره د تفاهملیک د لاسلیک له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو نوی باب پرانیستی دی
د معلوماتو له مخې، دغه تفاهملیک د سوداګرۍ د پراختیا، د پانګونې د فرصتونو د زیاتولو، د خصوصي سکټور د اړیکو د پیاوړتیا او د اقتصادي همکاریو د لا پراخېدو په موخه لاسلیک شوی دی
دواړو لورو په دې هوکړه کې د ګډو سوداګریزو پروګرامونو، د پانګوالو ترمنځ د اړیکو د پراختیا، د نندارتونونو او سوداګریزو غونډو د جوړولو او د سوداګرۍ پر وړاندې د موجودو خنډونو د کمولو پر اهمیت ټینګار کړی دی
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسؤلینو ویلي چې هند د افغانستان لپاره یو مهم اقتصادي شریک هېواد دی او د دې تفاهملیک عملي کېدل کولی شي د صادراتو، وارداتو او پانګونې په برخو کې نوي فرصتونه رامنځته کړي
اقتصادي شنونکي باور لري چې دا هوکړه به د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا ترڅنګ د سیمې په کچه د سوداګرۍ او اقتصادي همکارۍ د پراختیا لپاره هم مثبت اغېز ولري
دا تفاهملیک په داسې وخت کې لاسلیک کېږي چې افغانستان هڅه کوي له سیمهییزو او نړیوالو بازارونو سره خپلې اقتصادي اړیکې پراخې کړي او د سوداګرۍ او پانګونې لپاره نوي فرصتونه ومومي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?