news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

ننګرهار : ننګرهار پوهنتون ۲۲۰۰ محصلان فارغ شول؛ لوړو زده کړو وزیر د کاري فرصتونو د برابرولو ژمنه وکړه

ننګرهار : ننګرهار پوهنتون ۲۲۰۰ محصلان فارغ شول؛ لوړو زده کړو وزیر د کاري فرصتونو د برابرولو ژمنه وکړه

ننګرهار : ننګرهار پوهنتون ۲۲۰۰ محصلان فارغ شول؛ لوړو زده کړو وزیر د کاري فرصتونو د برابرولو ژمنه وکړه

بریانیوز-جمعه ۵ سرطان ١٤٠٥

جلال‌اباد – د لوړو زده کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم د ننګرهار پوهنتون د ۲۲۰۰ محصلانو د فراغت په مراسمو کې ویلي چې اسلامي امارت د هېواد د مسلکي کادرونو جذب او هغوی ته د مناسبو کاري فرصتونو د برابرولو لپاره ژمن دی

نوموړي فارغانو ته په وینا کې ټینګار کړی چې د زده‌کړو او تخصص ترلاسه کولو بهیر باید له فراغت وروسته هم دوام ومومي، څو د هېواد د پرمختګ او بیارغونې لپاره لا پیاوړي علمي او مسلکي ظرفیتونه رامنځته شي

د لوړو زده کړو وزیر ویلي، ځوانان د افغانستان د راتلونکي مهمه سرمایه ده او د هغوی علمي وړتیاوې کولی شي د هېواد د اقتصادي، ټولنیز او علمي پرمختګ لپاره رغنده رول ولوبوي

هغه له فارغانو وغوښتل چې خپل علم او مهارتونه د هېواد د ابادۍ، د ولس د هوساینې او د ټولنې د پرمختګ لپاره وکاروي او د مسلکي ودې په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي

په دغو مراسمو کې د ننګرهار والي، امنیتي او ملکي چارواکو، د پوهنتون استادانو، د فارغانو کورنیو او ګڼ شمېر مېلمنو ګډون کړی و. ویناوالو د لوړو زده کړو د پراختیا او د ځوانانو د ظرفیت لوړونې پر اهمیت ټینګار وکړ

د ننګرهار پوهنتون د سږني فراغت دا دوره په داسې حال کې ترسره کېږي چې د هېواد په بېلابېلو پوهنتونونو کې هر کال زرګونه محصلان له لوړو زده کړو فارغېږي او د کار بازار ته د ننوتلو لپاره چمتو کېږي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto