news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

اروپايي ټولنه: له افغان پلاوي سره خبرې تخنیکي وې، د رسمیت پېژندنې معنا نه لري

اروپايي ټولنه: له افغان پلاوي سره خبرې تخنیکي وې، د رسمیت پېژندنې معنا نه لري

اروپايي ټولنه: له افغان پلاوي سره خبرې تخنیکي وې، د رسمیت پېژندنې معنا نه لري

بریانیوز-جمعه ۵ سرطان ١٤٠٥

بروکسل – اروپايي رسنیو د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو کمېشنر  له قوله راپور ورکړی چې د اسلامي امارت له پلاوي سره ترسره شوې خبرې یوازې په تخنیکي کچه وې او د افغانستان د اوسني حکومت د رسمیت پېژندنې په معنا نه دي

د اتریش دغه سیاستوال ویلي چې په یادو خبرو اترو کې د اروپايي ټولنې د ۱۵ غړو هېوادونو تخنیکي متخصصانو ګډون کړی و او د سیاسي استازو حضور پکې نه و

د نوموړي په وینا، د غونډې تمرکز د کډوالۍ، د بېرته ستنولو میکانیزمونو او اړوندو تخنیکي موضوعاتو پر ارزونې و، نه د سیاسي اړیکو پر پراختیا

برونر زیاته کړې چې اروپايي لوري له افغان پلاوي غوښتي څو د هغو افغان کډوالو د بېرته منلو په برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي چې د اروپايي هېوادونو د قوانینو له مخې په جرمونو کې ښکېل بلل شوي دي

هغه ټینګار کړی چې د دغو خبرو موخه د کډوالۍ د مدیریت لپاره د عملي لارو چارو موندل وو او باید د افغانستان له اوسني حکومت سره د سیاسي تعامل یا دپلوماتیکې رسمیت پېژندنې په توګه تعبیر نه شي

دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې بروکسل ته د افغان پلاوي سفر په افغانستان او اروپا کې پراخ بحثونه راپارولي او ګڼو څارونکو د دواړو لورو ترمنځ د اړیکو د راتلونکي مسیر په اړه بېلابېل تحلیلونه وړاندې کړي دي

سیاسي شنونکي باور لري چې که څه هم دا ډول تماسونه تخنیکي بڼه لري، خو د کډوالۍ، بشري همکاریو او قونسلي خدمتونو په برخو کې د عملي اړیکو د پراختیا لپاره مهم ګامونه ګڼل کېدای شي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto