د شیخ هبة الله اخندزاده صیب هغه «خارقالعاده» امرونه او فرمانونه چې پلي کېدل یې ناممکن وو او د لږ وخت په تېرېدو ترې روح ووت او په خپله ساقط شول
بریانیوز- یکشنبه ٧ سرطان ١٤٠٥
شیخ هبة الله اخندزاده د مطلق قدرت او واک سره سره، د هغه یو شمېر شفاهي او لیکلي اوامر د عملي کېدو وړ نه وو او په عمل کې د خلکو له خوا مسترد شول، یا هم نافذ نه شول.
۱. د تلویزیونونو له لارې د ذیروح تصویرونو د بندیز امر وشو. په ځینو ولایتونو کې د لنډ وخت لپاره عملي شو، خو وروسته د عملي ستونزو له امله په خپله له منځه ولاړ.
۲. د انټرنېټ د بندولو امر ورکړل شو، چې شاوخوا ۳۶ ساعتونو کې د ملا حسن اخند له لوري بېرته لغوه شو.
۳. د بېمحرمه ښځو له کوره بهر د وتلو د بندیز فرمان صادر شو، خو د زرګونو کونډو او بېسرپرسته ښځو د ژوند د واقعیتونو د نه درک له امله یې بشپړ تطبیق ممکن نه دی.
۴. له اختر مخکې د شیخ هبة الله د ځانګړې محکمې له لوري د تخار د خواجه بهاوالدین ولسوالۍ د ځمکو د غصب د دوسیو د تعقیب او تطبیق امر وشو، خو ویل کېږي چې د تخار والي، ملا حزب الله، د دغو احکامو له پلي کولو ډډه وکړه.
۵. وروستی بحث د ځیرکو موبایلونو او واټساپ د کارولو د محدودولو په اړه دی. د طالبانو ځینې چارواکي استدلال کوي چې که واټساپ منع کېږي، باید لومړی یې د اړتیا او بدیل په اړه وضاحت ورکړل شي. د دوی په اند، دا ډول امرونه د عملي کېدو له ستونزو سره مخ دي او په اوسنیو شرایطو کې یې پلي کول اسانه نه دي. طالب چارواکي او مامورین یې په خپله هم بېله کومې ستونزې کاروي، او ډېر ژر به د شیخ صیب دغه امر، چې هېڅوک یې د انګېزې لپاره قانع کوونکی ځواب او دفاع نه لري، د نورو بېسنجشه امرونو په څېر په خپله ساقط شي.
#سميع_یوسفزی
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?