news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

ولسمشر حامد کرزي: پاکستان هوايي بریدونه د افغانستان د ملي حاکمیت ښکاره نقض وباله

ولسمشر حامد کرزي: پاکستان هوايي بریدونه د افغانستان د ملي حاکمیت ښکاره نقض وباله

ولسمشر حامد کرزي: پاکستان هوايي بریدونه د افغانستان د ملي حاکمیت ښکاره نقض وباله

بریانیوز-دوشنبه ۸ سرطان ١٤٠٥

کابل – د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو پر ځینو سیمو د پاکستان د پوځ وروستي هوايي بریدونه په کلکو ټکو غندلي او هغه یې د افغانستان د ملي حاکمیت ښکاره سرغړونه او د نړیوالو حقوقو له اصولو سره په ټکر کې اقدام بللی دی

کرزي په خپلې اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې د ملکي وګړو په نښه کول هېڅ ډول توجیه نه لري او دا عمل د بشري ارزښتونو او نړیوالو قوانینو خلاف دی

نوموړي د بریدونو له قربانیانو او د هغوی له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې او د وژل شویو لپاره یې د مغفرت او ټپیانو ته یې د بشپړې روغتیا دعا کړې ده

د افغانستان پخواني ولسمشر همداراز ټینګار کړی چې د پاکستان په ګټه به دا وي چې د تاوتریخوالي او د افراطیت په اړه له دوه‌ګوني سیاست څخه لاس واخلي او له افغانستان سره خپلې اړیکې د ښه ګاونډیتوب، متقابل درناوي او متمدنو ډیپلوماټیکو اصولو پر بنسټ تنظیم کړي

د کرزي دغه څرګندونې په داسې وخت کې مطرح کېږي چې د پاکستان وروستیو هوايي بریدونو پراخ غبرګونونه راپارولي او د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه یې اندېښنې زیاتې کړې دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto