news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د افغانستان کانونه د سیمې د اقتصادي بدلون فرصت؛ ایراني سوداګر د ګډو پانګونو غوښتنه وکړه

د افغانستان کانونه د سیمې د اقتصادي بدلون فرصت؛ ایراني سوداګر د ګډو پانګونو غوښتنه وکړه

د افغانستان کانونه د سیمې د اقتصادي بدلون فرصت؛ ایراني سوداګر د ګډو پانګونو غوښتنه وکړه

بریانیوز-دوشنبه ۸ سرطان ١٤٠٥

د افغانستان او ایران د سوداګرۍ ګډې خونې مشر محمود سیادت ویلي، افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې د پام وړ غیر استخراج شوې کانیزې زېرمې لري، او ارزښت یې د اټکلونو له مخې له یو تر درې ټریلیون ډالرو پورې رسېږي

سیادت د ایران له فارس خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، افغانستان د دې وړتیا لري چې په راتلونکو کلونو کې د نړۍ د کانونو له مهمو مرکزونو څخه شي، خو د دې هدف لپاره پراخو پانګونو، پرمختللې ټکنالوژۍ او سیمه‌ییزې همکارۍ ته اړتیا ده

هغه ټینګار کړی چې ایران باید د افغانستان د کانونو په سکټور کې د نورو هېوادونو د پراخ حضور یوازې ننداره ونه کړي، بلکې د جیوپولیټیک او جیوایکانومیک موقعیت له مخې د کابل لپاره یو مهم او باوري اقتصادي شریک شي

د نوموړي په وینا، د افغانستان د بډایه کانیزو سرچینو، د ایران د انرژۍ، صنعتي ټکنالوژۍ او ترانزیټي ظرفیتونو یوځای کول کولای شي په سیمه کې یو پیاوړی اقتصادي او کانیز محور رامنځته کړي، چې د دواړو هېوادونو اوږدمهاله اقتصادي ګټې به خوندي کړي

سیادت همداراز ویلي، د ګډو پانګونو پراختیا، د کانونو د پروسس صنعت ته وده او د ترانزیټي دهلېزونو پیاوړتیا نه یوازې د افغانستان او ایران اقتصادي اړیکې ژوروي، بلکې د سیمې په اقتصادي اتصال او سوداګرۍ کې به هم مهم بدلون رامنځته کړي

اقتصادي شنونکي باور لري چې د افغانستان د کانونو سکټور د هېواد د اقتصادي ودې له مهمو فرصتونو څخه ګڼل کېږي او د سیمه‌ییزو پانګونو پراخېدل کولای شي د کانونو د استخراج، د کارموندنې او صادراتو په برخه کې د پام وړ پرمختګ رامنځته کړي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto