خيبر پښتونخوا: د زړه بوږنوونکې پېښه؛ په خیبر کې د یوې فرانسوۍ ښځې د اوږدې بندۍ او ظلم کیسه
بریانیوز-دوشنبه ۸ سرطان ١٤٠٥
خیبر – د خيبر پښتونخوا د باړې له سیمې یوه انساني دردونکې پېښه مخې ته راغلې چې د یوې فرانسوۍ ښځې د کلونو اوږدې کړاو او بندۍ کیسه پکې بیان شوې ده
د راپورونو له مخې، یوه فرانسوۍ میرمن چې په ۲۰۰۴ کال کې په اسټرالیا کې له یوه ځايي اوسېدونکي سره اشنا شوې وه، وروسته له واده کولو اسلام هم منلی و
خو د مېړه د جرمي کړنو له امله دغه کورنۍ لومړی اسټرالیا او بیا بریتانیا ته کډه شوې
د معلوماتو له مخې، وروسته دغه ښځه او د هغې ماشومان په ۲۰۱۴ کال کې د پلار د مړینې په پلمه خیبر باړې ته انتقال شوي، چې هلته بیا د هغې ژوند په سختو محدودیتونو او بندیزونو بدل شوی دی
په راپور کې ویل شوي چې مېړه یې له هغې سره د وتلو د اجازې په بدل کې د فرانسوي اسنادو غوښتنه کړې، خو د فرانسې له لوري د تابعیت د ورکړې له نه منل کېدو وروسته، هغه د خپلې کورنۍ د کلونو لپاره په یوه تنګه کوټه کې ساتلې، چې پکې د سختو بدني او رواني ځورونو تورونه هم یاد شوي دي
د ښځې په وینا، هغې له خپلو پنځو ماشومانو سره نږدې ۱۲ کاله په سختو شرایطو کې ژوند کړی، تر دې چې بالاخره یې خپله کیسه ولیکله او د هغې زلمی زوی د مرستې لپاره پولیسو ته مراجعه وکړه
چارواکي وایي، د قضیې په اړه پلټنې روانې دي او د کورنۍ د خوندي انتقال او د بشري حقونو د وضعیت ارزونه تر غور لاندې ده
دا پېښه په سیمه کې د ښځو د حقونو، د جبري محدودیتونو او د کورني تاوتریخوالي په اړه جدي پوښتنې راپورته کړې دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?