پاریس – مکرون د اروپايي ټولنې د کډوالو له بهرنيو مرکزونو سره مخالفت وکړ
بریانیوز-سه شنبه ۹ سرطان١٤٠٥
پاریس – د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون ویلي، هېواد یې د اروپايي ټولنې له پولو بهر د کډوالو د ساتنې او بېرته ستنولو د مرکزونو د جوړولو ملاتړ نه کوي او دا تګلاره د فرانسې له ارزښتونو او بشري اصولو سره په ټکر کې بولي
د نوموړي څرګندونې وروسته له هغې شوې چې اروپايي پارلمان د رد شویو پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو لپاره نوی چوکاټ تصویب کړ. د دې پرېکړې له مخې، د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه کولای شي له درېیمو هېوادونو سره د هغو مرکزونو د جوړولو هوکړې وکړي، چې د کډوالو د ساتنې او بېرته ستنولو لپاره به کارول کېږي
په ورته مهال، ډنمارک، ایټالیا او اتریش د دې تګلارې کلک ملاتړي دي. د دغو هېوادونو په باور، د یادو مرکزونو جوړېدل به د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي او د رد شویو پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو بهیر چټک او اغېزمن کړي
خو مکرون ټینګار کړی چې تر اوسه هېڅ داسې بېلګه نه ده لیدل شوې چې په درېیم هېواد کې د کډوالو د بېرته ستنولو مرکز بریالی تمام شوی وي. هغه زیاته کړې چې دا ډول تګلاره نه عملي پایله لري او نه هم د فرانسې له بشري او قانوني ژمنو سره برابره ده
فرانسه او هسپانیا د اروپايي ټولنې له هغو محدودو هېوادونو څخه دي چې د دې طرحې په اړه شکونه لري، په داسې حال کې چې د ټولنې یو شمېر نور غړي د کډوالۍ د فشار د کمولو لپاره د دې تګلارې د پلي کېدو غوښتونکي دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1698
-
اخبار افغانستان
818
-
مقاله
497
-
سیاست
157
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl