ټرمپ په ۲۰۲۵ کال کې د کرېپټو له پانګونو تر یو میلیارد ډالرو ډېر عاید ترلاسه کړی
بریانیوز- جمعه، ١٢ سرطان ١٤٠٥
د امریکا د یوه تازه مالي راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ۲۰۲۵ کال کې د کرېپټو کرنسۍ له سوداګرۍ او اړوندو پانګونو څخه تر یو میلیارد ډالرو ډېر عاید ترلاسه کړی، چې دا د هغه د شتمنۍ په چټک زیاتوالي کې مهم رول لوبولی دی
د راپور له مخې، ټرمپ یوازې په تېر یوه کال کې د سلبرېشن کواینز په نوم له یوې کرېپټو کمپنۍ څخه شاوخوا ۶۵۰ میلیون ډالر او د ورلډ لبرټي فاینانشل له پروژې څخه نږدې ۵۰۰ میلیون ډالر ترلاسه کړي دي
د دغو عوایدو له زیاتېدو سره د ټرمپ ټوله شتمني اوس له ۲.۲ میلیارد ډالرو اوښتې ده، په داسې حال کې چې نوموړي په ۲۰۲۴ کال کې خپله شتمني شاوخوا ۶۰۰ میلیون ډالر اعلان کړې وه. دا شمېرې ښيي چې د کرېپټو بازار د هغه د مالي پانګونو په ارزښت کې د پام وړ بدلون راوستی دی
بلخوا، سپینې ماڼۍ د راپورونو په غبرګون کې ویلي چې ولسمشر ټرمپ له خپلې دندې څخه د شخصي مالي ګټې اخیستنې هڅه نه کوي او ټولې سوداګریزې چارې یې د نافذو قوانینو او اړوندو مقرراتو په چوکاټ کې ترسره کېږي
په همدې حال کې، د ټرمپ د کرېپټو پانګونو او د هغه د شتمنۍ د چټک زیاتوالي په اړه په امریکا کې سیاسي او حقوقي بحثونه هم زیات شوي دي. یو شمېر منتقدین د شفافیت او احتمالي ګټو د ټکر په اړه پوښتنې راپورته کوي، خو د ټرمپ پلویان بیا ټینګار کوي چې د هغه سوداګریز فعالیتونه قانوني دي او له ولسمشرۍ دندو څخه جلا اداره کېږي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?