news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

کډوالو چارو ادارې:د ملګرو ملتونو د کډوالو او پرمختیايي ادارو مشرانو د بېرته راستانه شویو کډوالو وضعیت وڅېړه

کډوالو چارو ادارې:د ملګرو ملتونو د کډوالو او پرمختیايي ادارو مشرانو د بېرته راستانه شویو کډوالو وضعیت وڅېړه

کډوالو چارو ادارې:د ملګرو ملتونو د کډوالو او پرمختیايي ادارو مشرانو د بېرته راستانه شویو کډوالو وضعیت وڅېړه

بریانیوز - سه شنبه، ١۶ سرطان ١٤٠٥

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې او د پرمختیايي ادارې مشرانو افغانستان ته د خپل سفر پر مهال د سرپرست حکومت له چارواکو، بېرته راستانه شویو کډوالو او سیمه‌ ییزو مسوولانو سره لیدنې کړې دي

د دغو ادارو مشرانو ویلي، د دوی د سفر موخه دا ده چې د بېرته راستانه شویو کډوالو ستونزې، اړتیاوې او د ژوند اوسنی وضعیت له نږدې وڅېړي او د هغوی د ملاتړ لپاره د مرستو لارې چارې وارزوي

دوی له کابل وروسته بلخ ولایت ته هم سفر وکړ، هلته یې له سیمه‌ییزو چارواکو سره خبرې وکړې او د بېرته راستانه شویو کډوالو یو مېنځای او د کارموندنې څو پروژې یې له نږدې وکتلې

د دغو پروژو پر مهال لیدل شوي چې بېرته راستانه شوي کډوال او ځايي اوسېدونکي، د ښځو په ګډون، په بېلابېلو کاري او تولیدي برخو کې بوخت دي. د ملګرو ملتونو استازو ټینګار وکړ چې د هېواد د ستونزو د هواري او پرمختګ لپاره د ښځو او نارینه‌وو دواړو ونډه او وړتیا مهمه ده

دوی همدارنګه وویل، د بېرته راستانه شویو کډوالو لپاره د کار زمینه برابرول، د ژوند لومړنۍ اسانتیاوې رامنځته کول او د هغوی ملاتړ د اوسنیو اړتیاوو له مهمو برخو څخه دي

د ملګرو ملتونو د دغو ادارو د مشرانو سفر په داسې وخت کې ترسره کېږي چې په وروستیو میاشتو کې له ایران او پاکستان څخه ډېر شمېر افغان کډوال خپل هېواد ته بېرته راستانه شوي او د هغوی د اړتیاوو پوره کول لا هم یوه ستره ننګونه ګڼل کېږي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto