news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

ښوونځي : غزني کې ۲۰۰ ښوونځي ودانۍ نه لري، د ۳۵۰ نورو د بیارغونې اړتیا ده

ښوونځي : غزني کې ۲۰۰ ښوونځي ودانۍ نه لري، د ۳۵۰ نورو د بیارغونې اړتیا ده

ښوونځي : غزني کې ۲۰۰ ښوونځي ودانۍ نه لري، د ۳۵۰ نورو د بیارغونې اړتیا ده


بریانیوز - سه شنبه، ١۶ سرطان ١٤٠٥

د غزني د پوهنې ریاست وایي، په دغه ولایت کې لا هم سلګونه ښوونځي د مناسبې ودانۍ له نشتوالي او د ښوونیزو تاسیساتو له زړېدو سره مخ دي، چې د زده‌کوونکو پر زده‌کړو یې منفي اغېز کړی دی

د یاد ریاست د شمېرو له مخې، په غزني کې له ۶۷۵ فعاله ښوونځیو څخه شاوخوا ۲۰۰ ښوونځي هېڅ ودانۍ نه لري او زده‌کوونکي یې تر ډېره د ونو تر سیورو، په خېمو او یا هم په خلاصه فضا کې زده‌کړې کوي

همدارنګه د ۳۵۰ نورو ښوونځیو ودانۍ د وخت په تېرېدو زړې او زیانمنې شوې دي او بیړنۍ بیارغونې ته اړتیا لري، څو زده‌کوونکو ته خوندي او مناسب ښوونیز چاپېریال برابر شي

د پوهنې مسوولین وایي، د ښوونځیو لپاره د نوو ودانیو جوړول او د زړو ودانیو رغول د ولایت له مهمو اړتیاوو څخه دي. د دوی په وینا، د دې پروژو عملي کېدل به د زده‌کوونکو د زده‌کړو کیفیت ښه کړي او د ښوونیز بهیر پر وړاندې به موجودې ستونزې راکمې کړي

غزني د افغانستان له هغو ولایتونو څخه دی چې د زده‌کوونکو شمېر پکې هر کال زیاتېږي، خو د ښوونیزو ودانیو کمښت لا هم د پوهنې سکټور له سترو ننګونو څخه ګڼل کېږي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto