news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

تهران : ایران د خامنه‌يي د جنازې مراسمو لپاره ۲۵۰۰ افغانانو ته ځانګړې ویزې ورکړې

تهران : ایران د خامنه‌يي د جنازې مراسمو لپاره ۲۵۰۰ افغانانو ته ځانګړې ویزې ورکړې

تهران : ایران د خامنه‌يي د جنازې مراسمو لپاره ۲۵۰۰ افغانانو ته ځانګړې ویزې ورکړې

بریانیوز - سه شنبه، ١۶ سرطان ١٤٠٥

د ایران د تایباد والي  ویلي، په افغانستان کې د ایران د څلورو کونسلګریو له لارې د ایران د مخکني مذهبي مشر  د جنازې او مخه ښې په مراسمو کې د ګډون لپاره ۲ زره او ۵۰۰ افغان وګړو ته ځانګړې ویزې صادرې شوې دي

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، حسین جمشیدي ویلي چې له تېرو درېیو ورځو راهیسې له ۱۵۰۰ څخه ډېر افغانان د دوغارون سرحدي پولې له لارې د ایران مشهد ښار ته داخل شوي، څو د جنازې او اړوندو مراسمو کې ګډون وکړي

د هغه په وینا، دغو کسانو ته ویزې د افغانستان په کابل، هرات، کندهار، بلخ او نورو ولایتونو کې د ایران د کونسلګریو له لارې ورکړل شوې دي. نوموړي زیاته کړه چې ډېری ګډونوال د کابل، کندهار، بلخ، هرات، غزني، دایکنډي او هلمند ولایتونو اوسېدونکي دي

جمشیدي ویلي، د دغو ځانګړو ویزو موده محدوده ده او هغه افغانان چې د مراسمو لپاره ایران ته تللي، باید د روانې چنګاښ میاشتې په شلمه او یوویشتمه بېرته افغانستان ته راستانه شي

د تایباد والي همداراز څرګنده کړې چې سې‌شنبه د هغو افغان وګړو لپاره وروستۍ ورځ ده چې غواړي د ځانګړو ویزو له لارې د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړي او ایران ته سفر وکړي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto