news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

الوتکه‌: له شارجې کراچۍ ته روانه باروړونکې الوتکه له رادار او مخابراتي اړیکو ورکه شوې

الوتکه‌: له شارجې کراچۍ ته روانه باروړونکې الوتکه له رادار او مخابراتي اړیکو ورکه شوې

الوتکه‌: له شارجې کراچۍ ته روانه باروړونکې الوتکه له رادار او مخابراتي اړیکو ورکه شوې

بریانیوز چهارشنبه- ١٧ سرطان ١٤٠٥

پاکستاني چارواکو ویلي، له شارجې څخه د کراچۍ پر لور روانه یوه بوینګ ۷۳۷ باروړونکې الوتکه، چې د عملې پنځه غړي یې لېږدول، د کراچۍ ښار لوېدیځ ته د عرب سمندر پر سر له رادار او مخابراتي اړیکو ورکه شوې ده

د چارواکو په وینا، الوتکې تر ورکېدو مخکې د تخنیکي ستونزې راپور ورکړی و او له هغې وروسته ورسره د هوايي کنټرول اړیکه پرې شوې ده. تر اوسه د الوتکې د ځای او د عملې د وضعیت په اړه کره معلومات نه دي ترلاسه شوي

د پاکستان د هوايي ډګرونو ادارې ویلي، د الوتکې د موندلو لپاره یې د لټون او ژغورنې پراخ عملیات پیل کړي او اړوندې ادارې د سمندر او هوا له لارې د الوتکې د موندلو هڅې کوي

چارواکو ویلي، د پېښې د څرنګوالي او د الوتکې د ورکېدو اصلي لامل به د پلټنو له بشپړېدو وروسته روښانه شي. تر اوسه د الوتکې د لوېدو یا د عملې د برخلیک په اړه رسمي تایید نه دی شوی

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto