news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

جنازې مراسم : د پخواني ملي کرېکټ لوبغاړي شاپور ځدراڼ د جنازې مراسم سبا په کابل کې ترسره کېږي

جنازې مراسم : د پخواني ملي کرېکټ لوبغاړي شاپور ځدراڼ د جنازې مراسم سبا په کابل کې ترسره کېږي

جنازې مراسم : د پخواني ملي کرېکټ لوبغاړي شاپور ځدراڼ د جنازې مراسم سبا په کابل کې ترسره کېږي

بریانیوز چهارشنبه- ١٧ سرطان ١٤٠٥

د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړی چې د کرېکټ د پخواني ملي لوبغاړي  د جنازې مراسم به سبا، پنجشنبه، سهار لس بجې د کابل په عیدګاه جومات کې ترسره شي

د کرېکټ بورډ په خبرپاڼه کې راغلي چې د جنازې له لمانځه وروسته به د شاپور ځدراڼ مړی د کابل په نادرخان غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شي

شاپور ځدراڼ د افغانستان د کرېکټ له هغو مخکښو او پېژندل شویو لوبغاړو څخه و چې د اوږدې مودې لپاره یې د هېواد د ملي لوبډلې استازیتوب وکړ او په ګڼو نړیوالو سیالیو کې یې د خپلې چټکې توپ اچونې او غوره لوبو له لارې د افغانستان په بریاوو کې مهم رول ولوباوه

د نوموړي له مړینې وروسته د کرېکټ مینه‌والو، پخوانیو او اوسنیو لوبغاړو او د ورزش ګڼو څېرو د خواخوږۍ پیغامونه خپاره کړي او د هغه مړینه یې د افغانستان د کرېکټ لپاره ستره ضایعه بللې ده

تمه کېږي چې د جنازې په مراسمو کې به د کرېکټ بورډ چارواکي، د ملي لوبډلې لوبغاړي، ورزشي شخصیتونه او د نوموړي سلګونه مینه‌وال ګډون وکړي او وروستی درناوی به ورته وړاندې کړي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto