news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

نږدې ۵۷۰ کډوالې کورنۍ په یوه ورځ هېواد ته راستنې شوې

نږدې ۵۷۰ کډوالې کورنۍ په یوه ورځ هېواد ته راستنې شوې

نږدې ۵۷۰ کډوالې کورنۍ په یوه ورځ هېواد ته راستنې شوې

بریانیوز جمعه - ١۹ سرطان ١٤٠٥

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال  ویلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې نږدې ۵۷۰ کډوالې کورنۍ، چې ټولټال ۲ زره او ۹۴۰ کسان کېږي، د تورخم، سپین‌بولدک، اسلام‌کلا او بهرامچې له لارو بېرته هېواد ته راستنې شوې دي

د حمدالله فطرت په وینا، راستنو شویو کډوالو ته د لېږد اسانتیاوې، نغدي مرستې، روغتیايي خدمتونه او د اړتیا وړ لارښوونې برابرې شوې دي، څو د بېرته مېشتېدو لومړنۍ اړتیاوې یې تر یوه بریده پوره شي

هغه زیاته کړه، یوازې په یوه ورځ کې ۶۱۸ کډوالو کورنیو ته د استوګنې د ځمکو نومرې هم وېشل شوې دي، څو د دوی د دایمي مېشتېدو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې شي

چارواکي وایي، له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د پرله‌پسې راستنېدو له امله د هغوی د هرکلي، مېشتېدو او لومړنیو خدمتونو د برابرولو چارې روانې دي او هڅه کېږي چې راستنېدونکو ته لازمې اسانتیاوې برابرې شي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto