پاکستان: له نن څخه به بېویزې افغان وګړي سمدستي ونیول شي
بریانیوز جمعه - ١۹ سرطان ١٤٠٥
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په یوه رسمي مکتوب کې اعلان کړی چې د جولای له ۱۰مې، ټول هغه افغان وګړي چې په پاکستان کې له قانوني ویزې پرته اوسیږي، سمدستي به ونیول شي
د یاد وزارت له خوا په خپاره شوي لارښود کې د ایالتي ادارو، سیمهییزو چارواکو، پولیسو او نورو اړوندو بنسټونو څخه غوښتل شوي چې دغه پرېکړه په بشپړه همغږۍ او اغېزمن ډول عملي کړي
د راپورونو له مخې، پاکستاني چارواکو ټینګار کړی چې د کډوالۍ او استوګنې اړوند قوانین به په جدي توګه پلي کېږي او هغه کسان چې د قانوني اسنادو له نشتوالي سره مخ وي، د نیولو او قانوني اقداماتو له بهیر سره به مخامخ شي
دا پرېکړه په داسې وخت کې عملي کېږي چې په وروستیو میاشتو کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک شوی او زرګونه افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي
تر اوسه د افغانستان سرپرست حکومت د پاکستان د دې تازه پرېکړې په اړه رسمي غبرګون نه دی څرګند کړی، خو د کډوالو د حقونو ملاتړو بنسټونو له وړاندې د افغان کډوالو د وضعیت او د هغوی د حقونو د خونديتوب په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1702
-
اخبار افغانستان
839
-
مقاله
546
-
سیاست
182
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl