news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

یونیسف: په افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له جدي ګواښ سره مخ دي

یونیسف: په افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له جدي ګواښ سره مخ دي

یونیسف: په افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له جدي ګواښ سره مخ دي

بریانیوز دوشنبه - ۲۲ سرطان ١٤٠٥

کابل – د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په خپل تازه راپور کې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د خوړو او تغذیې ناامنۍ له امله ۳.۷ میلیونه هغه ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي، د خوارځواکۍ له جدي ګواښ سره مخ دي

یونیسف ویلي، د اقتصادي ستونزو، د خوړو کمښت او د روغتیايي خدمتونو محدود لاسرسی د دې لامل شوی چې میلیونونه ماشومان د مناسبې تغذیې له نشتوالي سره مخ شي. د دغه بنسټ په وینا، که بیړني اقدامات ونه شي، د ماشومانو روغتیا او ژوند به له لا زیاتو خطرونو سره مخامخ شي

راپور زیاتوي چې خوارځواکي نه یوازې د ماشومانو پر فزیکي ودې اغېز کوي، بلکې د هغوی ذهني پرمختګ او راتلونکی هم له جدي ګواښ سره مخ کوي. یونیسف له نړیوالې ټولنې او مرستندویه ادارو غوښتي چې د افغانستان له زیانمنو ماشومانو سره خپلې بشري مرستې زیاتې کړي، څو د خوارځواکۍ د پراخېدو مخه ونیول شي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق ټینګار کړی چې د ماشومانو لپاره د کافي خوړو او روغتیايي خدمتونو برابرول د روان بشري کړکېچ د مهارولو له مهمو لومړیتوبونو څخه دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto