news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

نورالدین عزیزي: د مالیاتو کمول د پانګونې، تولید او کاري فرصتونو د زیاتېدو لپاره دي

نورالدین عزیزي: د مالیاتو کمول د پانګونې، تولید او کاري فرصتونو د زیاتېدو لپاره دي

نورالدین عزیزي: د مالیاتو کمول د پانګونې، تولید او کاري فرصتونو د زیاتېدو لپاره دي

بریانیوز دوشنبه - ۲۲ سرطان ١٤٠٥

کابل – د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د مالیې وزارت په خبري غونډه کې ویلي، مالیات د دولت د لګښتونو د تمویل له مهمو سرچینو څخه دي، خو په ورته وخت کې د پانګه‌والو پر پرېکړو او د اقتصادي فعالیتونو پر پراختیا مستقیم اغېز هم لري

عزیزي ټینګار وکړ چې هره نوې فابریکه یوازې یوه ودانۍ نه ده، بلکې د اقتصادي فعالیتونو د پراختیا، د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو او د کورني تولید د ودې لامل هم ګرځي

هغه زیاته کړه، د مالیاتو د کمولو موخه د دولت د عوایدو کمول نه، بلکې د تولید زیاتول، د کورنیو او بهرنیو پانګونو راجلبول، د کاري فرصتونو رامنځته کول او د هېواد د اقتصادي بنسټ پیاوړتیا ده

د صنعت او سوداګرۍ وزیر وویل، هره فابریکه چې په افغانستان کې جوړیږي، د کورنیو لپاره د نوې هیلې، د ځوانانو لپاره د نوو کاري فرصتونو او د هېواد د اقتصادي ځان‌بسیاینې پر لور یو مهم ګام ګڼل کېږي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto