اقتصاد: ازبکستان په افغانستان کې د کانونو په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې
بریانیوز دوشنبه - ۲۲ سرطان ١٤٠٥
کابل – د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزیر هدایتالله بدري د ازبکستان له سفیر اویبیک عثمانوف سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا، د همکاریو د پیاوړتیا او د افغانستان د کانونو په برخه کې د پانګونې پر فرصتونو خبرې کړې دي
د کانونو او پټرولیم وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، د ازبکستان سفیر د خپل هېواد د پانګهوالو لېوالتیا څرګنده کړې چې د افغانستان د طبیعي زیرمو او کانونو په برخه کې پانګونه وکړي. هغه همداراز د «طوطي میدان» پروژې پر وړاندې د شته ستونزو او ننګونو یادونه کړې ده
هدایتالله بدري د ازبکستاني پانګهوالو له لېوالتیا هرکلی کړی او ویلي یې دي چې وزارت یې چمتو دی د بهرنیو پانګهوالو د جذب لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي او د هغوی د فعالیتونو د ملاتړ په برخه کې همکاري وکړي
د افغانستان او ازبکستان ترمنځ په وروستیو کلونو کې د سوداګرۍ، ترانزیټ او اقتصادي همکاریو د پراختیا هڅې زیاتې شوې دي، او دواړه هېوادونه هڅه کوي چې د پانګونې او ګډو اقتصادي پروژو له لارې خپلې اړیکې لا پیاوړې کړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1705
-
اخبار افغانستان
846
-
مقاله
553
-
سیاست
190
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl