news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

یونیسف: د اروپايي ټولنې په ملاتړ به افغان ماشومانو ته د زده‌کړې خوندي ځایونه برابر شي

یونیسف: د اروپايي ټولنې په ملاتړ به افغان ماشومانو ته د زده‌کړې خوندي ځایونه برابر شي

یونیسف: د اروپايي ټولنې په ملاتړ به افغان ماشومانو ته د زده‌کړې خوندي ځایونه برابر شي

بریانیوزسه شنبه - ۲۳ سرطان ١٤٠٥

کابل – د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق «یونیسف» ویلي چې د اروپايي ټولنې په ملاتړ به په افغانستان کې لا ډېرو ماشومانو ته د زده‌کړې خوندي چاپېریالونه برابر شي

یونیسف د دوشنبې په ورځ، د جولای په ۱۳مه، په خپل «ایکس» حساب کې لیکلي چې د درسي خونو جوړول ماشومانو ته دا فرصت برابروي چې په خوندي فضا کې زده‌کړې وکړي، خپلو موخو ته د رسېدو لپاره هڅې وکړي او د روښانه راتلونکي لپاره چمتووالی ونیسي

د دې ادارې په وینا، خوندي زده‌کړیز ځایونه د ماشومانو د تعلیمي ودې ترڅنګ د هغوی د رواني او ټولنیزې هوساینې لپاره هم مهم رول لري

یونیسف ټینګار کړی چې د ماشومانو لپاره د زده‌کړې فرصتونو پراخول د افغانستان د راتلونکي نسل د پیاوړتیا لپاره یوه مهمه پانګونه ده

د ماشومانو د ملاتړ نړیوالې ادارې وايي، د زده‌کړې دوام او د خوندي ښوونیزو ځایونو رامنځته کول د هغو ماشومانو لپاره ځانګړی اهمیت لري چې د بېلابېلو ستونزو له امله له تعلیمي فرصتونو سره مخامخ محدودیتونه لري

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto