news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

واشنګټن:امریکا په هرمز تنګي کې د سمندري محدودیتونو اعلان وکړ؛ ایران د غبرګون خبرداری ورکړ

واشنګټن:امریکا په هرمز تنګي کې د سمندري محدودیتونو اعلان وکړ؛ ایران د غبرګون خبرداری ورکړ

واشنګټن:امریکا په هرمز تنګي کې د سمندري محدودیتونو اعلان وکړ؛ ایران د غبرګون خبرداری ورکړ

بریانیوزسه شنبه - ۲۳ سرطان ١٤٠٥

 د امریکا سمندري ځواکونو اعلان کړی چې د هرمز تنګي په ځینو برخو کې یې د ایران اړوند بندرونو پر وړاندې نوي سمندري محدودیتونه لګولي او په سیمه کې یې خپل پوځي حضور پیاوړی کړی دی

د امریکا سمندري ځواکونو ویلي، ټولې هغه بېړۍ چې غواړي د یادو محدودو سیمو له لارې تګ راتګ وکړي، باید له مخکې اجازه ترلاسه کړي. د دوی په وینا، هره بېړۍ چې له اجازې پرته محاصره شوې سیمې ته ننوځي، د نیول کېدو له خطر سره به مخ شي

د رویټرز د راپور له مخې، دغه محدودیتونه یوازې د ایران اړوند بېړیو او بندرونو ته متوجه دي او د نورو هېوادونو سوداګریزو بېړیو ته به د هرمز تنګي له لارې د تګ راتګ اجازه ورکړل شي

په همدې حال کې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د امریکا د دې اقدام په غبرګون کې ویلي، ایران به د هرمز تنګي د امنیت او ساتنې مسؤلیت ته دوام ورکړي او هېچا ته به اجازه ور نه کړي چې د سیمې امنیت له ګواښ سره مخ کړي

هرمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه دی او د نړیوالې انرژۍ د لېږد لویه برخه ترې تېرېږي. له همدې امله، د امریکا او ایران ترمنځ هر ډول پوځي کړکېچ په دې سیمه کې د نړیوالو بازارونو او د انرژۍ پر سوداګرۍ مستقیم اغېز لرلای شي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto