د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت ویاند ضیاءالله هاشمي د پخواني ولسمشر حامد کرزي وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې نوموړی د افغانستان د مسایلو په اړه د نظر ورکولو حق نه لري او ادعا یې کړې چې کرزي هېواد ته «ښه تاریخ» نه دی پرې ایښی.
بریانیوز - چهارشنبه ٢٤ سرطان ١٤٠٥
هاشمي د چهارشنبې په ورځ پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي، چې د لوړو زدهکړو او د هېواد د تعلیمي چارو په اړه نظر ورکول باید هغه کسان وکړي چې د خپلې واکمنۍ پر مهال یې د افغانستان د پرمختګ لپاره عملي او مثبت میراث پرې ایښی وي. هغه په خطاب کې حامد کرزي ته ویلي: «ته د افغانستان د مسایلو په اړه د نظر ورکولو حق نه لرې. افغانستان ته دې ښه تاریخ نه دی پرې ایښی.»
د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت د ویاند دغه څرګندونې وروسته له هغې مطرح شوې چې پخواني ولسمشر حامد کرزي د یونېسف د یوه راپور په غبرګون کې، چې له مخې یې شاوخوا ۳.۷ میلیونه افغان ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي، د نجونو او هلکانو پر عمومي زدهکړو ټینګار وکړ.
کرزي پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي وو چې د بېسوادۍ له منځه وړل او د مسلکي بشري ځواک روزنه د افغانستان د ستونزو د حل بنسټیزه لار ده او د ماشومانو د خوارځواکۍ او نورو ټولنیزو ستونزو د مخنیوي لپاره باید ټولو ماشومانو ته د زدهکړو زمینه برابره شي.
که څه هم کرزي په خپلو څرګندونو کې د طالبانو د زدهکړو پر محدودیتونو په مستقیم ډول اشاره نه وه کړې، خو د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت ویاند دا څرګندونې د خپلې تعلیمي تګلارې پر وړاندې نیوکه بللې او د پخواني ولسمشر د نظر ورکولو حق یې رد کړی دی.
طالبانو له ۲۰۲۱ کال راهیسې د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز لګولی او د نجونو پر مخ یې د پوهنتونونو دروازې هم تړلې دي؛ هغه محدودیتونه چې لا هم پر خپل ځای پاتې دي.
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?