حج او اوقافو وزارت : د حج لګښتونو کې ۹۵ میلیونه افغانۍ سپما؛ هر افغان حاجي ته ۳۲۲۳ افغانۍ بېرته ورکول کېږي
حج او اوقافو وزارت : د حج لګښتونو کې ۹۵ میلیونه افغانۍ سپما؛ هر افغان حاجي ته ۳۲۲۳ افغانۍ بېرته ورکول کېږي
بریانیوز/ پنجشنبه ( ۸ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ویلي، د سږ کال د حج مراسمو لپاره له شاوخوا ۳۰ زرو افغان حاجیانو څخه راټولې شوې ۷.۸ میلیارده افغانۍ له بشپړې مالي ارزونې او حساب ورکونې وروسته، نږدې ۹۵ میلیونه افغانۍ سپما شوې دي
د یاد وزارت چارواکو په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، د سپما شوې اندازې د بېرته وېش پرېکړه شوې او هر افغان حاجي ته به ۳۲۲۳ افغانۍ وسپارل شي
د چارواکو په وینا، د حج د لګښتونو د دقیقې محاسبې او مالي تنظیم له امله دا اندازه پیسې اضافه پاتې شوې، چې د شفافیت او حساب ورکونې له مخې به بېرته د حاجیانو حقلرونکو ته ور وګرځول شي
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت همداراز ویلي، هڅه کوي د حج چارو د تنظیم، مالي روڼتیا او د حاجیانو د خدمتونو د ښه والي لپاره خپلې چارې لا منظمې او اغېزمنې کړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1733
-
اخبار افغانستان
883
-
مقاله
605
-
سیاست
228
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl