د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین: روسیه د اوکراین جګړې د حل لپاره له امریکا سره خبرو ته چمتو ده
بریانیوز/ پنجشنبه ( ۸ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین، ویلي چې مسکو د اوکراین د جګړې په اړه له واشنګټن سره د خبرو اترو د بیا پیل او دوام لپاره چمتووالی لري
پوتین ویلي، روسیه غواړي له امریکايي چارواکو سره د جګړې د اړوندو موضوعاتو، د احتمالي سولې د لارو چارو او هغو مسایلو په اړه خبرې وکړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ناستو پر مهال مطرح شوي دي
د روسیې ولسمشر زیاته کړې چې تمه لري د ایران د موضوعاتو له بشپړېدو وروسته د امریکا له استازو سره بیا لیدنې ترسره شي. هغه ویلي، مسکو چمتو دی چې د اوکراین د جګړې په اړه ټول جزیات په مستقیمو خبرو کې وڅېړي
پوتین یادونه کړې چې د الاسکا په غونډه کې مطرح شوې موضوعات به هم د راتلونکو خبرو یوه برخه وي او روسیه غواړي د خبرو له لارې د اختلافاتو د حل لپاره لارې پیدا کړي
دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د روسیې او اوکراین جګړه لا هم روانه ده او نړیوالې هڅې روانې دي چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره یو سیاسي حل وموندل شي
د چارو څارونکي وایي، د مسکو او واشنګټن ترمنځ د خبرو دوام کولای شي د جګړې پر راتلونکي اغېز ولري، خو د سولې هوکړې ته رسېدل به د دواړو لورو د دریځونو په نږدې کېدو پورې تړاو ولري
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1733
-
اخبار افغانستان
883
-
مقاله
606
-
سیاست
229
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl