news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

بهرنیو چارو وزارت : پاکستان د نږدې ۱۶ زره افغانانو د استوګنې موده وغځوله؛ د ۸۹ زره نورو دوسیې لا هم تر ارزونې لاندې دي

بهرنیو چارو وزارت : پاکستان د نږدې ۱۶ زره افغانانو د استوګنې موده وغځوله؛ د ۸۹ زره نورو دوسیې لا هم تر ارزونې لاندې دي

بهرنیو چارو وزارت : پاکستان د نږدې ۱۶ زره افغانانو د استوګنې موده وغځوله؛ د ۸۹ زره نورو دوسیې لا هم تر ارزونې لاندې دي

 بریانیوز/ جمعه  ( ۹ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د بشري دلایلو پر بنسټ یې د نږدې ۱۶ زره افغان وګړو د استوګنې موده غځولې ده. د دغه وزارت په وینا، دا پرېکړه تر ډېره د ښځو، ماشومانو او سپین‌ږیرو د ملاتړ لپاره شوې ده

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي ویلي، حکومت دا ګام د زیانمنو افغانانو د ملاتړ په موخه پورته کړی او ټینګار یې کړی چې هېڅ هغه افغان چې د اعتبار وړ ویزه یا قانوني سفري اسناد ولري، له پاکستانه نه دی ایستل شوی

هغه زیاته کړې چې د شاوخوا ۸۹ زره افغان وګړو دوسیې لا هم د اړوندو ادارو تر ارزونې لاندې دي او د هغوی په اړه وروستۍ پرېکړه به له قانوني بهیر وروسته وشي

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو میاشتو کې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک شوی او زرګونه افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. د کډوالو د برخې څارونکي ټینګار کوي چې د پاتې افغانانو د قانوني وضعیت روښانه کېدل به د زرګونو کورنیو د راتلونکي لپاره مهم اغېز ولري

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto