news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

عراق: دیاله کې خونړی برید؛ ۲۲ کسان وژل شوي، ایران‌پلوه ډلې د غچ ګواښ کوي

عراق: دیاله کې خونړی برید؛ ۲۲ کسان وژل شوي، ایران‌پلوه ډلې د غچ ګواښ کوي

عراق: دیاله کې خونړی برید؛ ۲۲ کسان وژل شوي، ایران‌پلوه ډلې د غچ ګواښ کوي

 بریانیوز/ جمعه  ( ۹ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)

عراقي چارواکو تایید کړې چې د عراق د دیاله ولایت په تېرو هوايي بریدونو کې ۲۲ کسان وژل شوي او ۳۲ نور ټپیان دي. د راپورونو له مخې، دغه بریدونه د امریکا او سعودي له لوري د ایران‌پلوه وسله‌والو ډلو پر مرکزونو ترسره شوي دي

د عراقي سرچینو په وینا، په وژل شویو کسانو کې د ایران د استخباراتي ادارې پنځه غړي هم شامل دي، چې د برید پر مهال د ایران‌پلوه ملیشو ترڅنګ موجود وو

بلخوا، د عراق مخکښ سیاسي او مذهبي مشر مقتدی الصدر له سعودي عربستان غوښتي چې عراق د سیمې روانې جګړې ته ونه کشوي او د کړکېچ د پراخېدو مخه ونیسي

په ورته وخت کې، ایران‌پلوه وسله‌والو ډلو د بریدونو د غچ اخیستو خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د خپلو وژل شویو کسانو ځواب به ورکړي

دا بریدونه په داسې حال کې شوي چې په سیمه کې د ایران او امریکا ترمنځ کړکېچ لا هم دوام لري، او شنونکي خبرداری ورکوي چې د دغو نښتو پراخېدل ښايي د منځني ختیځ امنیتي وضعیت نور هم ترینګلی کړي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto