news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

کوټه : بلوچستان کې د سکرو کان نړېدو پېښه؛ د مړو شمېر ۳۴ ته ورسېد

کوټه : بلوچستان کې د سکرو کان نړېدو پېښه؛ د مړو شمېر ۳۴ ته ورسېد

کوټه : بلوچستان کې د سکرو کان نړېدو پېښه؛ د مړو شمېر ۳۴ ته ورسېد

 بریانیوز/ شنبه  ( ۱۰ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)

کوټه – د بلوچستان د کوټې ښار ختیځ ته د سورینج په سیمه کې د سکرو د یوه کان د نړېدو له امله د مړو شمېر ۳۴ تنو ته رسېدلی، په داسې حال کې چې د پاتې کان‌کېندونکو د موندنې او ژغورنې هڅې لا هم روانې دي

د بلوچستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي، پېښه د کوټې ښار ختیځ ته شاوخوا ۴۰ کیلومتره لرې په یوه کان کې د چاودنې له امله رامنځته شوې ده. د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، د پېښې پر مهال لږ تر لږه ۳۶ کان‌کېندونکي د کان په دننه کې پر کار بوخت وو

چارواکي وایي، تر دې دمه د ۳۴ کان‌کېندونکو جسدونه له کان څخه ایستل شوي او ژغورونکې ډلې د پاتې کسانو د موندلو لپاره خپلې هلې ځلې روانې ساتلې دي

د کان‌کېندونکو د کارګرانو مشر، پیر محمد کاکړ، بي‌بي‌سي ته ویلي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې، چاودنه ښايي د کان دننه د میتان ګاز د راټولېدو له امله شوې وي. خو سیمه‌ییزو چارواکو تر اوسه د پېښې د اصلي لامل په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې

د ژغورنې ډلې د درنو ماشینونو او ځانګړو وسایلو په مرسته عملیات پر مخ وړي، خو د کان د نړېدو له امله د ژغورنې چارې له ستونزو سره مخ دي

د بلوچستان د سکرو په کانونو کې د خوندیتوب د کمو اسانتیاوو له امله له دې وړاندې هم ورته مرګونې پېښې شوې دي. د کارګرانو استازي ټینګار کوي چې د کانونو د خوندیتوب معیارونو ته باید جدي پاملرنه وشي، څو د ورته پېښو مخه ونیول شي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto