news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

ضیا سراج: د طالبانو پر ضد د جبهو وروستي تحرکات د دې ډلې د زوال د پیل نښه ده

ضیا سراج: د طالبانو پر ضد د جبهو وروستي تحرکات د دې ډلې د زوال د پیل نښه ده

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس ضیا سراج ویلي، چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو پر ضد د بېلابېلو جبهو وروستي تحرکات د طالبانو د دویمې واکمنۍ د پای د پیل نښه ده. نوموړي ټینګار کړی چې د خلکو پراخ ویښتیا به د طالبانو واکمني پای ته ورسوي.

بریانیوز، یکشنبه، ١١ اسد ١٤٠٥

سراج د یکشنبې په ورځ، د اسد ۱۱مه، په اېکس کې لیکلي چې د طالبانو پرضد بیلابیلو جبهو وروستي فعالیتونه د طالبانو د دویم استبدادي پړاو د پای بهیر څرګندوي. د هغه په وینا، د دې وضعیت تر ټولو مهم عامل د خلکو بې‌ساری ویښتیا ده.

نوموړي ویلي، طالبان له کورني او نړیوال مشروعیت څخه بې‌برخې دي او د خپلو کورنیو او بهرنیو سیاستونو له امله هره ورځ هېواد د لا زیاتې انزوا او تیارو پر لور بیايي. هغه زیاته کړې چې حتی که وسله‌وال مخالفت هم نه وي، د طالبانو اوسنۍ تګلارې به د دې ډلې د زوال لامل شي.

ضیا سراج له افغانانو غوښتي چې د یووالي ساتنه وکړي او د تفرقې مخه ونیسي. د هغه په وینا، د طالبانو فرمانونو او پرېکړو د دې ډلې اصلي څېره خلکو ته روښانه کړې او د پنځو کلونو واکمنۍ تجربه ښيي چې دا ډله د هېواد د پرمختګ پر ځای د خلکو هیلې له منځه وړي دي.

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې په دې وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو پر ضد د وسله‌والو جبهو د فعالیتونو او بریدونو راپورونه زیات شوي دي.

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto