news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

اسلام‌اباد : پاکستان نریندر مودي ته د اسلام‌اباد د سفر بلنه ورکوي؛ د ۲۰۲۷ کال د شانګهای سرمشریزې ته د ټولو غړو مشران رابلل کېږي

اسلام‌اباد : پاکستان نریندر مودي ته د اسلام‌اباد د سفر بلنه ورکوي؛ د ۲۰۲۷ کال د شانګهای سرمشریزې ته د ټولو غړو مشران رابلل کېږي

اسلام‌اباد : پاکستان نریندر مودي ته د اسلام‌اباد د سفر بلنه ورکوي؛ د ۲۰۲۷ کال د شانګهای سرمشریزې ته د ټولو غړو مشران رابلل کېږي

 بریانیوز/دو شنبه  ( ۱۲ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)

اسلام‌اباد – سره له دې چې د پاکستان او هند اړیکې لا هم له سیاسي ترینګلتیا ډکې دي، اسلام‌اباد اعلان کړی چې د ۲۰۲۷ کال د شانګهای همکارۍ سازمان د سرمشریزې د کوربه هېواد په توګه به د سازمان د ټولو غړو هېوادونو مشرانو ته رسمي بلنه واستوي. د همدې بهیر په لړ کې به د هند لومړی وزیر نریندر مودي ته هم د اسلام‌اباد د سفر رسمي بلنه ولېږل شي

پاکستاني چارواکي وایي، د شانګهای همکارۍ سازمان د مقرراتو له مخې، کوربه هېواد مکلف دی چې د سازمان ټولو غړو هېوادونو مشرانو ته د سرمشریزې د ګډون بلنه ورکړي، او د هند لومړی وزیر هم د دغو مشرانو په ډله کې راځي

د پاکستان او هند اړیکې په وروستیو کلونو کې د امنیتي او سیاسي اختلافونو له امله ترینګلې پاتې شوې دي، او د دواړو هېوادونو د مشرانو لیدنې ډېرې محدودې شوې دي

سیاسي شنونکي باور لري، که نریندر مودي د پاکستان بلنه ومني، دا به د دواړو ګاونډیو او اټومي سیالو هېوادونو ترمنځ د لوړې کچې یوه مهمه ډیپلوماټیکه لیدنه وي او ښايي د اړیکو د نرمېدو لپاره نوې هیلې هم راژوندۍ کړي

تر اوسه د هند حکومت د دې احتمالي بلنې په اړه رسمي دریځ نه دی څرګند کړی

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto