news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

افغان کډوال: د افغان کډوالو ستنېدو لړۍ؛ په یوه ورځ له پاکستان او ایرانه له ۲ زرو ډېر کسان هېواد ته راستانه شول

افغان کډوال: د افغان کډوالو ستنېدو لړۍ؛ په یوه ورځ له پاکستان او ایرانه له ۲ زرو ډېر کسان هېواد ته راستانه شول

افغان کډوال: د افغان کډوالو ستنېدو لړۍ؛ په یوه ورځ له پاکستان او ایرانه له ۲ زرو ډېر کسان هېواد ته راستانه شول 

 بریانیوز/دو شنبه  ( ۱۲ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)

کابل – د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ لا هم دوام لري؛ رسمي معلومات ښيي چې یوازې په یوه ورځ کې ۴۱۳ افغان کورنۍ، چې شمېر یې ۲ زره ۱۸۳ کسانو ته رسېږي، له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته بېرته ستنې شوې دي

د معلوماتو له مخې، د راستنېدونکو ډېره برخه د تورخم له لارې هېواد ته داخله شوې ده. په دې لړ کې ۳۶۳ کورنۍ د تورخم، ۳۲ کورنۍ د سپین‌بولدک او ۱۸ نورې کورنۍ د اسلام‌قلعې له لارې افغانستان ته اوښتې دي

خو بېرته ستنېدونکي کډوال وایي، له اوږده کډوالۍ وروسته هېواد ته په راتګ سره د ژوند د لومړنیو اړتیاوو برابرول ورته لویه ننګونه ده. ډېری کورنۍ د اوسېدو ځای، د کار فرصتونو او د خپلو ماشومانو د زده‌کړو د دوام په برخه کې له ستونزو سره مخ دي

د بشري حقونو او مرستندویو نړیوالو بنسټونو له کوربه هېوادونو غوښتي چې د افغان کډوالو د ایستلو پر مهال د بشري اصولو درناوی وکړي او ډاډ ترلاسه کړي چې د هغوی ستنېدل په خوندي او باعزته ډول ترسره کېږي

افغانستان ته د کډوالو د ستنېدو زیاتېدونکې لړۍ په داسې حال کې روانه ده چې هېواد لا هم له اقتصادي ستونزو او د بې‌ځایه شویو کورنیو د ملاتړ له محدودو امکاناتو سره مخ دی

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto