افغان ایوک په امریکا کې د افغانانو د لنډمهالي خوندي وضعیت له طرحې هرکلی وکړ
بریانیوز/ جمعه( ۱۶ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
د «افغان ایوک» بنسټ د امریکا په سنا مجلس کې د افغان وګړو لپاره د لنډمهالي خوندي وضعیت د طرحې له وړاندې کېدو هرکلی کړی او دا یې له ۲۰۲۱ کال وروسته امریکا ته لېږدول شویو افغانانو د ملاتړ لپاره یو مهم ګام بللی دی
دغه بنسټ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، که دا طرحه تصویب شي، نو د ۲۰۲۹ کال د جولای تر لومړۍ نېټې پورې به د شرایطو وړ افغان وګړي له ایستلو خوندي وي او وبه کولای شي په قانوني ډول په امریکا کې کار ته دوام ورکړي او د خپل دایمي استوګنې د قانوني بهیر چارې هم پر مخ یوسي
د «افغان ایوک» په وینا، د دې طرحې تصویب به زرګونو هغو افغانانو ته د ډاډ او ثبات زمینه برابره کړي چې له ۲۰۲۱ کال وروسته امریکا ته انتقال شوي او لا هم د خپل قانوني وضعیت د روښانه کېدو په تمه دي
دا طرحه لا هم د امریکا په کانګرس کې د قانون جوړونې د بهیر برخه ده او د عملي کېدو لپاره د دواړو مجلسونو تصویب او د ولسمشر توشیح ته اړتیا لري
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1746
-
اخبار افغانستان
900
-
مقاله
629
-
سیاست
252
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl