news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د کراچۍ دارالافتاء: د نجونو د تعلیم بندول مطلق شرعي بنسټ نه لري

د کراچۍ دارالافتاء: د نجونو د تعلیم بندول مطلق شرعي بنسټ نه لري

د پاکستان په کراچۍ کې د یوه مشهور دارالعلوم د دارالافتاء له لوري په افغانستان کې د نجونو د تعلیم په اړه ورکړل شوې یوه شرعي فتوا وايي، چې د نجونو له تعلیم او کار سره مطلق مخالفت له اسلامي او شرعي پلوه څرګند بنسټ نه لري.

بریانیوز- دوشنبه ١٩ اسد ١٤٠٥

د معلوماتو له مخې، د هریپور په افغان کمپ کې یوې افغان کډوالې مېرمنې د کراچۍ د دارالعلوم دارالافتاء ته په افغانستان کې د نجونو د تعلیم په اړه شرعي پوښتنه استولې وه.

د دارالافتاء په لیکلي ځواب کې د نجونو د تعلیم په اړه د اسلام له نظره د زده‌کړې مشروعیت تأیید شوی او ویل شوي چې د ښځو او نجونو د تعلیم او کار مخالفت په مطلق ډول اسلامي او شرعي اساس نه لري.

په فتوا کې د نجونو د تعلیم حق ته په داسې مهال ټینګار کېږي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له څو کلونو راهیسې د نجونو پر زده‌کړو پراخ محدودیتونه لګولي دي. په ځانګړي ډول، له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونیزو زده‌کړو او د ښځو د لوړو زده‌کړو دوام له جدي بندیزونو سره مخ دی.

د کراچۍ د دارالافتاء دا دریځ یو ځل بیا هغه بحث تازه کوي چې په افغانستان کې د نجونو پر تعلیم او کار لګېدلي محدودیتونه تر کومه حده له اسلامي اصولو او د اسلامي نړۍ د علماوو له نظرونو سره سمون لري.

د اسلامي شریعت له مخې د علم او زده‌کړې ارزښت ته په پام سره، د دې فتوا ملاتړي باور لري چې د افغان نجونو د تعلیم حق باید د دیني او ټولنیزو بحثونو په ترڅ کې د شرعي اصولو پر بنسټ وڅېړل شي، نه دا چې د تعلیم دروازې په مطلق ډول د هغوی پر مخ وتړل شي.

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto