صوفیه : بلغاریا کې ۳۵ افغان بېاسناده کډوال نیول شوي
بریانیوزشنبه ( ۳۱ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
صوفیه – د بلغاریا سرحدي پولیسو د مالکو ترنوو په سیمه کې د یوه مسافر وړونکي موټر د پلټنې پر مهال ۳۵ بېاسناده کډوال نیولي دي چې ټول د افغانستان اتباع دي
د بلغاریا دولتي خبري اژانس «بيټياې» د راپور له مخې، سرحدي پولیسو دغه کسان د مالکو ترنوو په سیمه کې د امنیتي عملیاتو پر مهال موندلي او نیولي دي
راپور زیاتوي چې نیول شوي افغان کډوال د قانوني سفر او استوګنې اړوند لازم اسناد نه درلودل. چارواکو د موټر چلوونکي او د دغو کسانو د انتقال د څرنګوالي په اړه تر اوسه بشپړ معلومات نه دي خپاره کړي
د بلغاریا پولیسو ویلي چې د پېښې په تړاو څېړنې روانې دي او د نیول شویو کسانو د قانوني وضعیت او د هغوی د سفر د لارې په اړه به نور جزئیات وروسته څرګند شي
مالکو ترنوو د بلغاریا په سوېل ختیځ کې د ترکیې پولې ته نږدې موقعیت لري او د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي په برخه کې د دغه هېواد د سرحدي پولیسو له مهمو سیمو څخه ګڼل کېږي
په اروپا کې د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي لپاره د سرحدي کنټرولونو له زیاتېدو سره، په وروستیو کلونو کې افغان اتباع هم د بېلابېلو اروپايي هېوادونو په سرحدي سیمو کې د نیول شویو کډوالو له مهمو ډلو څخه دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1770
-
اخبار افغانستان
923
-
مقاله
668
-
سیاست
297
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl