news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د افغانستان د معدني زېرمو د پېژندنې لپاره سویلي او لوېدیځو سیمو ته مسلکي ټیمونه استول شوي

د افغانستان د معدني زېرمو د پېژندنې لپاره سویلي او لوېدیځو سیمو ته مسلکي ټیمونه استول شوي

د افغانستان د معدني زېرمو د پېژندنې لپاره سویلي او لوېدیځو سیمو ته مسلکي ټیمونه استول شوي

 بریانیوز جمعه ( ۶/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

کابل — د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د کانونو د سروې ریاست دوه مسلکي ټیمونه د هېواد سویلي او لوېدیځو سیمو ته استولي، څو د جیولوجیکي نقشو د جوړولو چارې پیل او د افغانستان د معدني زېرمو په اړه کره علمي معلومات راټول کړي

د دغه وزارت په وینا، یاد ټیمونه به د سیمو جیولوجیکي جوړښتونه وڅېړي او د ځمکې لاندې موجودو معدني سرچینو د ظرفیتونو د معلومولو لپاره به اړینې سروې ترسره کړي

مسوولان وايي، د دغو سروې‌ګانو موخه د افغانستان د معدني زیرمو د ظرفیتونو دقیق پېژندل، د کانونو د مدیریت لپاره د علمي معلوماتو برابرول او د راتلونکو اقتصادي او پانګیزو پروژو لپاره د بنسټیزو معلوماتو چمتو کول دي

د کانونو وزارت ټینګار کوي چې د جیولوجیکي نقشو بشپړېدل به د هېواد د طبیعي زیرمو په اړه د معلوماتو تشه راکمه کړي او د کانونو د اکتشاف او استخراج په برخه کې به د پرېکړو لپاره علمي زمینه برابره کړي

افغانستان د مسو، اوسپنې، لیتیم، سرو زرو، قیمتي ډبرو او نورو طبیعي زیرمو پراخ ظرفیت لري؛ خو د دغو سرچینو د پراختیا لپاره لا هم د مسلکي سروې، پرمختللې ټکنالوژۍ او پانګونې اړتیا شته

د وزارت په وینا، د مسلکي سروې‌ګانو دوام کولی شي د هېواد د معدني شتمنیو د لا ښه مدیریت او د کانونو له لارې د اقتصادي عوایدو د زیاتېدو لپاره زمینه برابره کړي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto