واشنګټن : د افغانستان د جګړې د وتلو د پرېکړو د څېړنې غوښتنه
بریانیوز شنبه ( ۷/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
د امریکا د بهرنیو جګړو د تجربهکارو سرتېرو ټولنې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د څرنګوالي او پرېکړو د لا دقیقې ارزونې غوښتنه کړې ده
دغه ټولنې د کابل د سقوط او د افغانستان د جګړې د پای پنځمې کلیزې په مناسبت په یوه اعلامیه کې ویلي، د شاوخوا شلو کلونو جګړې تجربې باید په راتلونکو پوځي عملیاتو کې د امریکا د پرېکړو لپاره مهم درسونه وګرځي
د ټولنې په وینا، له ۸۰۰ زرو ډېر امریکايي سرتېري د افغانستان د جګړې پر مهال په دغه هېواد کې دنده ترسره کړې او له ۲۴۰۰ ډېر امریکايي سرتېري وژل شوي دي
په اعلامیه کې د کابل هوايي ډګر د «ابي ګېټ» برید هم د افغانستان د جګړې له تر ټولو دردناکو پېښو څخه بلل شوی دی. د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶مه په دغه برید کې ۱۳ امریکايي سرتېري ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.
د تجربهکارو سرتېرو ټولنې ویلي، د وتلو د وروستیو ورځو پېښې او د ابي ګېټ برید باید هېر نه شي، بلکې د هغو لاملونه او د پرېکړو څرنګوالی باید په دقت وڅېړل شي
دغې ټولنې ټینګار کړی چې د افغانستان له جګړې ترلاسه شوي درسونه باید یوازې د تاریخ برخه پاتې نه شي، بلکې د امریکا د راتلونکو پوځي عملیاتو د پلان جوړونې او پریکړو لپاره ترې عملي ګټه واخیستل شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1775
-
اخبار افغانستان
933
-
مقاله
701
-
سیاست
308
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl