news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

کابل : د امر بالمعروف وزارت د ښځو د حقونو د نقض ادعاوې رد کړې

کابل : د امر بالمعروف وزارت د ښځو د حقونو د نقض ادعاوې رد کړې

کابل : د امر بالمعروف وزارت د ښځو د حقونو د نقض ادعاوې رد کړې

(بریانیوز دوشنبه (۳۰/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش

 د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند سیف‌الاسلام خیبر په افغانستان کې د ښځو د حقونو د نقض په اړه شوې ادعاوې بې‌بنسټه بللې او ویلي یې دي چې اسلامي امارت د ښځو د حقونو موضوع ته ځانګړې پاملرنه کړې ده

نوموړي ویلي، د ښځو او نجونو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي شوي او د هغوی د حقونو د تأمین لپاره لازم اقدامات ترسره شوي دي

خیبر ټینګار کړی چې د ښځو د حقونو په اړه باید د اسلامي شریعت اصول په پام کې ونیول شي او د افغانستان د اوسني نظام په اړه شوې ادعاوې باید له واقعي وضعیت سره سمې وارزول شي

د ښځو او نجونو د حقونو موضوع لا هم د افغانستان په اړه د نړیوالو بحثونو له مهمو مسئلو څخه ده او د دې حقونو د وضعیت په اړه د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې ترمنځ څرګند اختلافونه موجود دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto